Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ روغه وشوه

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني د دغه وزارت د سرپرست ملا نورالله نوري او ولایتي چارواکو له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار په کاریزګي سیمه کې حل شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دغه شپږ کلنه دښمني کې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي وو.

یاد وزارت لیکلي، دغه شخړه چې د دواړو خواوو ترمنځ یې لوی قومي اختلافات رامنځته کړي وو او ترمنځ یې د روغې جوړې هڅې شوې وې، خو بیا هم د یو لړ جنجالونو له امله ناحل پاتې وه څو چې د دغه وزارت له لوري حل شوه.

د یادونې ده، د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو را وروسته د هېواد په کچه سلګونه لویې او وړې شخړې او دښمنۍ حل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.