ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

دوو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
13 Oct 2024 - 16:37
دوو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
13 Oct 2024 - 16:37

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د قرغیزستان او ازبکستان هېوادونو دوو شرکتونو په افغانستان کې له نوې ټکنالوجۍ په ګټې اخیستنې د برېښنا د تولید پروژ کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د قرغیزستان د صدف شرکت له مسوول ابوبکر او د ازبکستان د اېم‌جي‌سي‌سي شرکت له مسوول مراد سره وکتل او د انرژي په پروژو کې د پانګونې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

سرچينې لیکلي، د یادو شرکتونو مسوولینو ویلي چې غواړي په افغانستان کې له نوي ټکنالوجي په ګټې اخیستنې د انرژۍ د تولید په سولري، بادي او ډبرو سکرو پروژو کې پانګونه وکړي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

یاد وزارت لیکلي چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ، د پانګونې لپاره یې د زمینې برابرولو په موخه هغوی ته ډاډ ورکړ او د اړینو همغږیو رامنځته کولو او د عملي چارو د پیل پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.