ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د درېیو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

ننګرهار کې د درېیو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
15 Oct 2024 - 17:43
ننګرهار کې د درېیو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
15 Oct 2024 - 17:43

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): ننګرهار کې د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب د درېيو کورنيو ترمنځ ۶۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

مسوولین وايي، دا دښمني د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې څلور کسان په کې وژل شوي وو او نږدې اووه لسيزې درې واړو کورنيو له يو بل سره تربګني کوله.

د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند بانډې سيمه کې د دغو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې په تړاو د تلې په ۲۴مه غونډه جوړه شوې وه چې د ځایي خلکو، قومي مشرانو او د دغو کورنيو پر غړو سربېره په کې د ننګرهار ولايت چارواکو هم برخه اخېستې وه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيز الله مصطفی وويل چې الله تعالی ته تر بل هر څه سوله او بښنه کول غوره دي او د دغو کورنيو غړو ته يې مبارکي ورکړه چې د قومي مشرانو په خبره يې د الله تعالی حکم پرځای کړ او له دښمنۍ يې لاس واخېست.

د ننګرهار ولايت د علماوو شورا ريیس شیخ حضرت جان حنفي هم په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د بښنې او سولې په ارزښت خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې قومي مشران او ديني عالمان بايد د دا ډول تربګنيو منځګړتوب وکړي.

د جرګې تنظيموونکي او د شېرزادو ولسوال مولوي خليل الرحمن ابراهيمي له درېواړو کورنيو مننه وکړه چې د جرګې پرېکړې ته يې غاړه کېښوده همدا راز يې په جرګه کې د شاملو علماء کرامو او مخورو قدرداني وکړه چې د خير په دې کار کې يې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړې.

دغې جرګې پرېکړه وکړه، د معراج الدين، صاحب جان او ملا سردار کورنۍ به يو بل ته بښنه کوي او تر دې وروسته به يو بل سره په ورورۍ کې ژوند کوي.

د ملا سردار د کورنۍ يو غړي سيد انور له جرګې مننه وکړه چې د دوی ترمنځ یې روغه وکړه.

د دغې غونډې په پای کې د درېواړو کورنيو غړو يو بل ته غاړې ورکړې او د دوستۍ د دوام ژمنې يې وکړې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.