ژبه

د البیروني پوهنتون احاطوي دېوال د جوړولو چارې د ۱۸ میليون افغانیو په لګښت بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون کې د یو شمېر پروژو کار پیل او د ۱۸ میليون افغانیو په لګښت د یاد پوهنتون د احاطوي دېوال په ګډون د یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد وزارت سرپرست شېخ نداء محمد ندیم کاپیسا ولایت ته سفرکړی.

ندیم د خپلو خبرو په ترڅ کې استادانو او محصلینو ته توصيې کړې او هغوی یې درس او زده‌کړې ته هڅولي دي.

هغه ویلي چې د لوړو زده‌کړو وزارت د علم او پوهې د ودې برخه کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولې او تل هڅه کوي چې ځوانانو ته په هېواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت زیاته کړې چې د یاد وزارت سرپرست په حضور کې په البیروني پوهنتون کې د یو شمېر پروژو کار پیل او د یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې.

خو سرچینې د یادو پروژو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

سرچینې دغه راز لیکلي چې د بشپړ شوو پروژو له جملې د ۱۸ میليون افغانیو په لګښت د ۲۵۰۰ متر په اوږدوالي د البیروني پوهنتون احاطوي دېوال و.