غزنيښار (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): سېمهییز چارواکي وایي، د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره د څه کم شل میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رئیس مولوي شریفالله الهام نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دغه ودانۍ د کورنیو چارو وزارتله انکشافي بودیجې څخه په درېیو پوړونو کې جوړه شوې چې هر پوړ ۳۰ خوني او نور اړین ملحقات لري.
هغه وویل، د اسلامي امارت له لورې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۳ ولسوالیو لپاره نوې ودانۍ منظور شوي چې دوه یې په غزني ولایت کېدي.
الهام یادي پروژې بشپړېدو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د نورو ولسوالیو د اړتیا وړ ودانۍ به هم ژر تر ژره ورغول شي.
د غزني والي حافظ امین عمري هم په دغه غونډه کې وویل، تر دې مخکې یادي ولسوالۍ ودانۍ نه درلوده چې کارکونکي يې له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
د یادوني ده، غزني ولایت ۱۸ ولسوالۍ لري چې له ډلي یې ګېرو، زنخان، ده یک، آب بندي، جغتو، رشیدان، اجرستان او خوګیاني ولسوالۍ لا هم معیاري ودانۍ نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP