کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان په ښځو کې د سینې سرطان په نړۍ کې یو له تر ټولو ډېرو خپرو شوو سرطانونو بللی او ویلي یې دي، د دې ناروغۍ ډېری موارد د «ماموګرافي» معایناتو له ترسره کولو پرته د تشخیص وړ دي.

سرطان څه شی دی؟

سرطان په بدن کې په غیرکنټرولي توګه د سلولونو وده ده؛ دغه ناروغي چې بېلابېل ډولونه لري، که پر وخت تشخیص نهشي، نو درملنه یې سخته او ان له امکانه وځي او په ښځو کې د سینې سرطان تر ټولو ډېره خپره شوې ناروغي ده.

د طب د متخصصینو په وینا، د سینې سرطان داسې ناروغي ده چې له امله یې د سینې حجرې په غیرنارمل او غیرکنټرولي ډول غټېږي او دغه حجرات معمولاً د یوې دانې په بڼه ظاهریږي او یا د یوې کتلې په شکل د احساس وړ وي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال زمان نن (سهشنبه، د لړم ۸مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د سینې سرطان په نړۍ کې د ښځو ترمنځ یو له تر ټولو ډېر خپور سرطان دی او هر کال شاوخوا یو پر څلورمه سرطاني ناروغان ښځې جوړوي.»

سرچینې لیکلي: «د سینې د سرطان څه باندې ۹۰ سلنه موارد په هغو کسانو کې خپله تشخیصېږي چې په منظم ډول ماموګرافي معاینات نه کوي، ښځو ته همېشه توصیه کېږي چې د خپلو سینو ټیسټ وکړي.»

د ډاکټرانو په خبره، د تي یا سینې لاندې د یوې مټاکې او پړسوب رامنځته کېدل، له هغه د افرازاتو خارجېدل او د تیو کښته تلل یا کشېدل د دې ناروغۍ له نښو دي.

پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره باید څه وشي؟

په کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټر نجمالسما شفاجو چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي سپارښتنه کوي وايي: «له ښځو غواړم چې ډېر فزیکي فعالیتونه وکړي؛ هغه ښځې چې وزن یې ډېر دي، خپل وزن دې کم کړي، بله مهمه مسئله دا ده چې مېرمنې باید خپل ماشومان له خپلو شیدو تغذیه کړي؛ لږ تر لږه دوه کاله شیدې ورکول ډېر مهم دي.»

دغه راز، هغه منظم ورزش او د طبیعي خوړو، په ځانګړې توګه د مېوو خوړل ګټور وبولي او وايي چې د دغو کارونو کول د بدن مقاومت لوړوي او د سرطانونو په ګډون پر بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو مخه نیسي.

د هغې په خبره، له تیارو او ژر پخېدونکو لکه چپس او نورو خوړو له خوړلو دې ډډه وشي؛ ځکه چې د سرطاني ناروغیو پیدا کېدو امکان زیاتوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال څه باندې ۴۰ زره کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي چې له ډلې یې نږدې ۲۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.