Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

غزني‌ښار (پژواک،  ۹ لړم ۱۴۰۳): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو لخوا د پنځه میلیونه افغانیو په لګښټ یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکی حاجي ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جغتو ولسوالۍ د پورته ترګان په سیمه کې د بالا سري ترګان ښوونځي لپاره د خلکو په شخصي لګښت ودانۍ جوړه شوه.

دی وایي چې پر یاد ښوونځي شاوخوا پنځه میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د سیمې خلکو له لورې ورکړل شوی او د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.

د غزني د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمدابراهیم حنفي وایي، د یاد ښوونځي پخوانۍ ودانۍ ډېره زړه شوې وه او د زده کوونکو لپاره یې کافي ځای هم نه درلود چې د سیمې د خلکو له خوا ورته یوه نوې ودانۍ جوړه شوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.