کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي، ټاکل شوې د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبغاړي په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماذیګر مالدیف ته ولاړ شي.
د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دې رشتې نهه افغان لوبغاړي په راتلونکي پنځلسم پړاو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماذیګر مالدیف ته ځي.
سرچینې ویلي، عزتالله بارکزی، نایب مبارز، حمیدالله عمري، عليرضا اساهي، محمدایوب اعظمي د بدن ښکلا په برخه کې او نصیبالله عظیمي، مهدي اسلمي، عیدالحلیم او حمیدالله خوشدل د فټنس فزیک په برخه کې په دغو سیالیو کې برخه اخلي چې نورالهدا راستین شېرزاد به ورسره د روزونکي په توګه ملتیا کوي.
د یادونې ده چې دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له پنځمې تر یولسمې نېټې د مالدیف په کاناریف لوبغالي کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP