لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۳): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کیکبکسینګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک ته وویل چې نن د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه د درېیو ورزشي کلبونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کیکبکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
هغه وايي چې په دغو سیالیو کې د نظري کلب لوبغاړو لومړی، د نادري ګرمسېر کلب دویم او د صابر کلب لوبغاړو درېیم ځای خپل کړ.
ده وویل چې له دغو سیالیو څخه موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د تجربو شریکول دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په بامیانو ولایت کې د رګبي سیالۍ هم پای ته ورسېدې چې په ترڅ کې ۱۲ لوبغاړي د هېواد د رګبي ملي لوبډلې ته غوره شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP