جلالاباد (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۴ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب حل او فصل شوه.
مسوولین وايي، دا دښمني د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې وه چې دوو کسانو ته مرګژوبله هم په کې اوښتې وه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی وويل چې دغه دښمني ۱۴ کاله مخکې د روداتو ولسوالۍ د بړو په سور ډاګ سيمه کې د روحالله او قاري خليل کورنيو ترمنځ پیل شوې وه.
هغه زیاته کړه، د دې دښمنۍ په ترڅ کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي و.
ده وویل چې یاده دښمني د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب حل او فصل شوه.
نوموړي دغه راز د اسلام مبارک دين له نظره پر روغه جوړه خبرې وکړې او د مسلمانانو ترمنځ يې د سولې او پخلاينې لار غوره کول محبوبه کړنه ياده کړه.
نوموړي يادو کورنيو ته سپارښتنه وکړه چې له پخلاينې وروسته له هر ډول تربګنۍاو مخالفته لرې و اوسي او د جرګې پرېکړې ته ژمن پاتې شي.
د پخلاينې د دې غونډې پر مهال ګڼ شمېر ويناوالو د سولې او پخلاينې پر ګټو خبرې وکړې او پر دې روغې جوړې يې خوښي وښوده.
د دواړو کورنیو غړي هم خوښ دي چې وروسته له یوې اوږدې مودې له دښمنۍ خلاصېږي.
د قاري خلیل کورنۍ یو غړي سرفراز د جرګې له غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ یې روغه وکړه.
په پای کې د دواړو کورنیو غړو چې وروڼه او ورېرونه دي، يو بل ته غاړې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې نور به دښمني نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP