کندهار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې غلو یو ځوان وژلی او د هغه جسد یې د رود سیمه کې غورځولی دی.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د چهار شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه کس جسد تېره ورځ موندل شوی او د غلو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
د هغه په وینا، د عبدالغني په نوم دغه کس د کندهار ښار د اوومې حوزې اوسېدونکی و او غلو په پنجوايي ولسوالۍ کې وژلی او موټر يې ترې بیولی دی.
بلخوا، د اوومې حوزې اوسېدونکي وایي، دغه ځوان دوه ورځې مخکې له کوره وتلی او بیا ورک شوی و چې تېره ورځ یې جسد وموندل شو.
د اوومې حوزې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، دغه ځوان په مرمۍ ویشتل شوی او بیا یې جسد د پنجوايي په رود کې غورځول شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP