کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): اوس مهال د افغانستان په کچه د غوښې چرګانو لس زره فارمونه فعال دي چې په ورځني ډول ۱۷۰۰ ټنه غوښه تولیدوي، په داسې حال کې چې د هېواد اړتیا د ورځې ۱۶۰۰ ټنه ده.
د افغانستان د فارمي چرګانو فارملرونکو سراسري اتحادیې مرستیال انجنیر توریالي هلمند پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال د افغانستان په کچه د چرګ غوښې تولید ۱۳۰۰۰ فارمونه موجود دي چې له ډلې یې لس زره فعال دي.
هغه زیاته کړه، پر فعالو فارمونو تر ۸۰۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې، ورځنی تولید یې ۱۷۰۰ ټنه دی، حال دا چې د افغانستان اړتیا په ورځ کې ۱۶۰۰ ټنه ده.
د نوموړي په خبره چې په دغو فارمونو کې ۱۲۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
توریالي هلمند وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د مالیې وزارت له لوري د چرګانو سکټور د ودې او پرمختګ لپاره د چرګانو پر فارمونو مالیه بشپړه معاف شوې، له دوه کیلو د لوړ وزن لرونکو چرګانو پر واردېدو بندیز لګول شوی او دغه راز له دوه کیلو کم وزن لرونکو چرګانو پر وارداتو ۴۰ سلنه تعرفه لوړه شوې ده.
دی زیاتوي، دا مهال له بهره افغانستان ته د چرګانو غوښه نه واردېږي؛ هېواد پر داخلي تولید متکي او پر ځان بسیا شوی دی.
د هغه په وینا، په اوسني وخت کې د چرګ غوښې د پلور بازار کمرنګه دی او په فارمونو کې غوښه په ارزانه بیه پلورل کېږي.
د نوموړي په خبره، په تېر حکومت کې په دولتي ادارو کې په اونۍ کې د چرګ له غوښې دوه ورځې استفاده کېده خو اوس ترې استفاده نه کېږي.
هلمند وايي، که د تېر په څېر په دولتي ادارو کې د چرګ له غوښې استفاده وشي، د بازارموندنې برخه کې به ښه زمینه برابره شي.
دی وايي، که د ښاروالیو له لوري بازارونه هم کنټرول شي، خلکو ته د چرګ غوښه په ارزانه بیه ورکړل شي، بازار کې به تقاضا لوړه او تولید به ورسره هم ډېر شي.
دی زیاتوي، دا مهال په فارمونو کې د چرګ یوه کیلو غوښه په ۹۰ افغانۍ خو په بازار کې یې بیه ۱۸۰ افغانۍ ده.
نوموړی د یادې ستونزې اصلي لامل د افغانستان په بازارونو کې د چرګ غوښې د پلور لپاره د مشخص مارکېټ نشتوالی په ګوته کړ.
هغه زیاته کړه، که چېرې د چرګ غوښې پلور لپاره مشخص مارکېټ جوړ شي نو د غوښې بیه به هم ورسره کنټرول شي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په لویو ولایتونو کې دې د چرګ غوښې د پلور مارکېټونه جوړ کړي او دغه راز په حکومتي ادارو کې په اونۍ کې دوه ځلې د څارویو غوښې پر ځای دې د چرګ له غوښې استفاده وکړي.
د هلمند د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو لکه کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار کې ۴۵ معیاري مسلخونه هم فعال دي.
هغه څرګنده کړه، په هېواد کې د چرګ غوښې د تولید سکټور په ډېر لږ وخت کې پرمختګ کړی او د دې غوښې د پروسس او بستهبندۍ برخې هم د پرمختګ په حال کې دي.
دغه راز، د چرګانو یوه فارملرونکي امان پژواک ته وویل، ۱۲ کاله کېږي چې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د چرګانو څلور فارمونه لري.
دی وايي، پر یادو فارمونو یې شپږ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او ۱۲ کسان په کې په کار بوخت دي.
نوموړی د بازار له نشتوالي سر ټکوي او له حکومته غواړي چې د چرګ غوښې د پلور لپاره یو مشخص مارکېټ جوړ کړي.
د ظاهر په نوم یوه بل فارملرونکي پژواک ته وویل، اووه کاله کېږي چې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د چرګ غوښې تولید پنځه فارمونه لري.
دی وايي، پر یادو فارمونو يې ۳،۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او ۱۵ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د چرګ غوښې د پلور بازارونه کنټرول کړي.
بل لور ته، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک ته وویل، له بهره د چرګ هر ډول یخچالي غوښې پر وارداتو بندیز لګول شوی دی.
دی وايي: «د چرګ غوښې له اړخه د افغانستان کلنۍ اړتیا ۳۰۰ زره ټنه ده چې په کابل او ولایتونو کې د لس زره فارمونو په موجودیت سره ځان بسیاینې ته رسېدلي یو او د دې غوښې وارداتو ته اړتیا نه لیدل کېږي.»
پژواک هڅه وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نظر هم واخلي خو هغوی د راپور تر خپرېدو اړیکه ځواب نه کړه.
د یادونې ده، په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته د چرګ غوښه له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه واردېده خو اوس یې واردات بند شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP