ژبه

د لغمان په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳): د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ ځوانانو په خپل نوښت او هڅو د «ملي یووالي» تر نوم لاندې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل کړې.

د یادو سیالیو تنظیموونکي او د دولت‌شاه ولسوالۍ د فرشغان سیمې یوه ځوان نجیب‌الله اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، دا لوبې به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي چې موخې یې د ځوانانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او فرشغان درې ته د سیلانیانو جذبول دي.

ورته مهال، د یادې سیمې د فوټبال لوبغاړي له قومي مشرانو او د یادو سیالیو له جوړونکو مننه کوي چې دوی ته یو ځل بیا له مختلفو ټیمونو سره د سیالي کولو زمینه برابره کړې.

عزت‌الله دانش چې له میرخان منتخب ټیم سره لوبېږي، وویل: «په خپله سیمه کې د داسې سیالیو جوړېدو ته خوښ یم، دا د ځوانانو د استعدادونو څرګندېدو لپاره ښه فرصت دی.»

د نوموړي په وینا، یادې سیالۍ د ځوانانو لپاره ځکه ګټورې دي چې د لغمان منتخب ټیم لپاره استعدادونه په کې په نښه کېږي.

یو بل لوبغاړی محمدفاروق وطنیار وايي، دا سیالۍ هر کال د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي په موخه په شخصي او محدودو امکاناتو ترسره کېږي.

د لغمان د بدني روزنې او ورزش امریت د ولسوالیو عمومي مدیر سمسور افضلي هم پژواک ته وویل چې یادې سیالۍ د ۲۴ ټیمونو ترمنځ د ملي یووالي تر نوم لاندې په لاره اچول شوې چې شاوخوا یوه میاشت کې به پای ته ورسېږي او موخه یې د لغمان منتخب ټیم لپاره د ځوانانو په نښه کول دي.

د یادونې ده، یادې ژمنۍ سیالۍ هر کال د فرشغان درې د ورزش‌کارانو له خوا د ژمي په را رسېدو سره پیلېږي.