کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال کمېټه وایي، د کابل د فوټسال غورهلیګ شپږم پړاو سیالیو اتلولي د «شهید نسیم» لوبډلې وګټله.
یادې سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره شپه پای ته ورسېدې.
د افغانستان د فوټسال کمېټې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل د فوټسال غورهلیګ شپږم پړاو سیالیو اتلولي د «شهید نسیم» لوبډلې وګټله او د «ظاهر اسد» لوبډلې بیا دغه سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ.
د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو له مخې، دواړو لوبډلو په دغو سیالیو کې د لومړي او دویم مقام په ترلاسه کولو سره وکولی شو چې د افغانستان د زونونو په کچه د فوټسال سیالیو ته لار پيدا کړي.
د یادونې ده، د کابل د فوټسال غورهلیګ شپږم پړاو سیالیو کې د غوره ګولساتونکي جایزه ابوالفضل رحیمي ته، د غوره ګولوهونکي جایزه امید قنبري ته او د غوره لوبغاړي جایزه فرزاد محمودي ته ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP