کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳): د کاناډا لېبرال ګوند مشرانو ویلي چې د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټاکنې به د روان زېږديز کال د مارچ میاشتې په نهمه ترسره شي.
د راپورونو پربنسټ، جسټنټروډو د دوشنبې په شپه ناوخته اعلان وکړی و چې د واکمن لېبرال ګوند له مشرۍ او د کاناډا د لومړي وزیر په توګه له خپل موقف استعفا ورکوي، خو څرګنده کړې یې وه چې د بل ځای ناستي تر ټاکل کېدو به پر خپله دنده پاتې شي.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، د کاناډا د لېبرال ګوند مشرانو اعلان کړی چې د دغه ګوند د نوي رهبر ټاکلو لپاره به ټاکنې د راتلونکې مارچ میاشتې په نهمه ترسره شي چې د کاناډا د نوي لومړي وزیر په توګه به هم دنده ترسره کړي.
سرچینو ویلي دي چې ټروډو به د کاناډا لپاره د بل نوي لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پر خپل مقام پاتې شي.
د ټروډو له استعفا وروسته، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د کاناډا خلک غواړي چې هیواد یې د امریکا یو ایالت وي.
د ټرمپ دغو څرګندونو د کاناډايي چارواکو غبرګونونه هم راوپارولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP