ژبه

د اسپانیا سوپر جام؛ نن شپه پای‌لوبه کې بارسلونا او ریال‌مادرید سره مخ کېږي

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): نن شپه د اسپانیا سوپر جام پایلوبه کې بارسلونا او ریال مادرید له یو بل سره مخ کېږي.

دا دوه لوبډلې د سعودي په جده ښار کې د اسپانیا سوپر جام پای‌لوبه کې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره خپله ۲۵۹ ال‌کلاسیکوی ترسره کوي.

بارسلونا د اتلتیک نیمه پای‌لوبو کې بيلبایو ته ماته ورکړه او د مادرید هم مایورکا تر شا پرېښود.

له دې مخکې سیالیو کې ریال مادرید لوبډلې ۱۰۵ بریاوې درلودې او بارسلونا هم ۱۰۱ بریالۍ شوې ده.

د دې لوبو داوري د خسوس‌ خیل مانزانو پر غاړه ده، هغه تر اوسه له دې داورۍ مخکې درې خلې د دې لوبې مشر و او دا درې ځلې ریال مادرید لوبډله بریالۍ شوې ده.

د یادونې ده، بارسلونا ۱۴ ځلې او ریال مادرید ۱۳ ځلي اتلولۍ خپلې کړې او د اسپانیا د سوپر جام تاریخ کې د ویاړ لوبډلې دي.