میدانښار (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چک او نرخ ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو د امنیې قومانداني ویاند یوسف اسرار وايي چې یوه پېښه د نرخ ولسوالي د غلو غونډۍ سیمه او بله بیا د چک ولسوالۍ په رېګرېشن سیمه کې شوې چې څلورو کسانو ته پهکې مرګژوبله اوښتې ده.
سرچینې لیکلي، لومړۍ پېښه د نرخ ولسوالۍ اړوند د غلو غونډۍ سيمه کې د یوه سراچه موټر او موټرسايکل ترمنځ د ټکر له امله شوې چې موټرسايکلچلوونکی پهکې مړ او یو بل کس ټپي شوی او دویمه پېښه د چک ولسوالۍ د رېګرېشن سيمه کې د یوه کرولا موټر د تخنیکي ستونزې له امله شوې چې دوه کسان پهکې ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دواړو پېښو ټپیان د درملنې په موخه د یادو سیمو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP