لښکرګاه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بغني ولسوالۍ کې د نشهیي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني پژواک خبري اژانس ته د یادو څرګندونو ترڅنګ وویل چې په یاده کارخونه کې نهه پلاستيکي بیلران، شپږ ډبې ډيزل او مکس کېمیاوي مواد، ۱۷۵ کيلو ګرامه سود نشهيي مواد، ۱۲۰ ليټره تيزاب، او یوه د ګازو ډبه نیول شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د یادي کارخوني او نشهيي توکو د پروسس په تور يو تن نيول شوی چي تر پلټنو وروسته به به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.