کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد د احتجاجونه درېیمه پرلپسې ورځ روانه ده او په دغه ښار کې د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غیرقانوني کډوالو پر ضد د امریکا پولیسو چاپو او توقیف کولو پر ضد د لاس اینجلس احتجاجونه په داسې حال کې روان دي، چې نن د هغه بندیز پلی کېدو لومړنۍ ورځ ده، چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر په لړ کې ولګاوه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې چې د سپینې ماڼۍ په وینا د څو ورځې مخکې د یوه مصري سړي له لوري کلوراډو کې د یهودانو پر یوه غونډه د شوي برید په غبرګون کې صادر شوی، امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو بندیز ولګاوه او همداراز یې د اوو نورو هېوادونو پر وګړو جدي محدودیتونه وضع کړل.
د دغه نوي فرمان له مخې، د افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایی ګیني، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي هېوادونواتباعو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نشته، پرته له دې چې دا کسان د امریکا قانوني استوګن وي یا له مخکې یې د امریکا وېزه ترلاسه کړې وي.
په فرمان کې همداراز د اوو نورو هېوادونو اتباعو ته هم جدي محدودیتونه وضع شوي دي. په دې هېوادونو کې ترکمنستان، بروندي، کیوبا،لاووس، وینزویلا، توګو او سیرا لیون هم دي.
د بيبيسي راپور له مخې، د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد د احتجاجونه درېیمه پرلپسې ورځروانه ده او په دغه ښار کې د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
د راپور له مخې، پولیسو احتجاج کوونکو ته د ښار له منځه د وتلو امر کړی او پولیسو د ښار مرکزي برخه اوس د غونډو لپاره غیرقانوني سیمه بللې ده.
د احتجاجونو په لړ کې یو شمېر موټرونو ته اور ورته کړل شوی او په ځینو سیمو کې د چور– تالان رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د امریکا د کالیفورنیا ایالت والي ګیوین نیوسام ولسمشر ډونلډټرمپ تورن کړی چې غواړي د هغه د هیلو پر خلاف لاس اینجلس کې د مليګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي او په دغه ایالت کې یې کړکېچ رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP