<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو پربنسټ، د افغانستان د پاورلیفټینګ فدراسیون رییس نجیبالله ایوبي د «زړه سکتې» له امله کابل کې مړ شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د نجیبالله ایوبي زوی، ساحل ایوبي رسنیو ته ویلي چې پلار یې تېره شپه د «زړه سکتې» له امله د کابل ښار په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.</p>
<p style="text-align: justify;">نجیبالله ایوبي ۴۷ کلن و او له څو کلونو راهیسې یې د پاورلیفټینګ فدراسیون یا (مردان آهنین افغانستان) د رییس په توګه فعالیت کاوه.</p>