Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک او د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې د متقابلو بانکې اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک لومړي مرستیال د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس سره لیدلي او دواړو لورو د خصوصي سکټور، سوداګرۍ او متقابلو بانکي اړیکو پر ودې او پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رئيس جیفري ګریکو سره ولیدل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان بانک لومړي صدیق‌الله خالد ویلي چې د هېواد بانکي او غیربانکي مالي سکتورونه د هېواد  په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړي.

خالد د افغانستان بانک لخوا د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخنیوي د رژیم د پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو سکټور د میکانیزه کولو او په مطلوب حد کې د انفلاسیون د ساتلو په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د بانکي سکتور په متقابلو بانکي اړیکو کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی دی

د ده په وینا، د بانکي سکټور له لوري خلکو ته د مالي تمویلاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیاتوالۍ راغلی دی.

د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، جیفري ګریکو هم ویلي، نړۍ په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي او بانکي سکټورونو د مثبتو بدلونونو شاهده پاتې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د روان میلادي کال د آګسټ په میاشت کې به د بانکي سکتور د متقابلو اړیکو د پراخېدو په موخه یو کنفرانس جوړ شي او د افغانستان بانک ته یې په دې کنفرانس د ګډون او وینا بلنه ورکړه.

د افغانستان بانک په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.