Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: کېدای شي غزه کې د اوربند پرېکړه وشي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ١٤٠٤): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي، غزه کې د اوربند د یوې هوکړې امکان شته او کېدای شي دغه پرېکړه راتلونکې اونۍ وشي.
د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د کانګو او روانډا ترمنځ د یو تړون د لاسلیک پر مهال کړي دي.
هغه ویلي: “زه فکر کوم د اوربند موکه شته، دا مسله ډېره نږدې شوې ده.”
ده زیاته کړې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند هڅو اړوندو یو شمېر کسانو سره یې خبرې کړې دي.
ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ هم ویلي و چې ځانګړي استازي یې سټیف ویتکوف ورته ویلي، د غزې اوربند ډېر نږدې شوی دی.
د ده په خبره، پر ایران د امریکا هوایي بریدونه کېدای شي د منځني ختیځ پر وضعیت اغېز وکړي “زه فکر کوم ډېر خوشحالوونکي خبرونه به واورو.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.