Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه: د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه کندهار کې د قضایي مسوولینو لپاره جوړ شوي سیمینار غونډه کې ویلي، په قضاء سره فتنې او فسادونه له مینځه ځي، عدالت قایمیږي، د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي او د محاکمو تقویه د نظام تقویه ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مشرتابه په کندهار ولایت کې د قضایي مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او ویناه وکړه.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی او په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي.

هغه ویلي، په قضاء سره فتنې او فسادونه له مینځه ځي، عدالت قایمیږي، د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي او د محاکمو تقویه د نظام تقویه ده.

هغه زیاته کړې، که قضاء نه وي ظالم به ظلم کوي او د مظلوم غږ به څوک نه اوري او فسادونه، فتنې او بد اخلاقي به د ځمکې پرمخ رواج پیدا کړي.

ده ویلي: «الله تعالی د ځمکې پر سر د خلکو د اخلاقي او عملي اصلاح لپاره قاضیان مقرر کړي دي، قاضي چې په عدل سره قضاء کوي الله پاکته ډير خوښ دی او په اخیرت کې یې ځای جنت دی، په اسلامي نظام کې قاضي د امام وکیل دی او د امام له خوا ورته منشور او اصول ورکول کیږي، قاضيان صاحبان په اسلامي نظام کې لوی مسؤلیت لري تر څو په عدل سره په  قضاء کولو د خلکو اعتماد پر اسلامي نظام ټينګ شي او د خلکو حقوق خوندي شي

ده اسلامي امارت مشرتابه ویلي، د جهاد د اهدافو په عملي کولو کې لوی رول د محاکمو دی او محاکم به  دین او د اسلام  احیا کوي او اسلامي عقیدې، د شریعت تنفیذ او اسلامي اخلاقو ته به ترویج ورکوي او ټول نظام د محاکمو تر شا ولاړ دی.

مجاهد لیکلي: «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلې وینا په اخیر کې قاضي صاحبانو ته په تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو ترمنځ په عدل کولو سره مهمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، په قضاء کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ، په عدل قضاءکولو سره د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ، قاضي که په عدالت ودرېږي، الله تعالی به یې نصرت وکړي، د خپلو ترسره شوو قضایاوو او تجربو اړوند کتابونه او رسالې ولیکئ او نشر یې کړئ، تر څو راتلونکي قاضي صاحبان ستاسو د تجربو څخه ګټه واخلي

ده ویلي : «ځوان قاضي صاحبان دي د سپین ږیرو علماوو او قاضي صاحبانو سره ناسته کوي او د هغو له تجربو څخه دي ګټه واخلي، کوښښ وکړئ په قضاء کې علماء او نوي نسل و روزئ، په قضایي امورو کې یو د بل سره تذکیر او مذاکرې کوئ، د خپلو بندیانو خاص خیال وکړئ، بې سرنوشته بندي په محبس کې مه پریږدئ، د مدعي او مدعی علیه ترمنځ مساوات وکړئ

د اسلامي امارت مشرتابه قاضیانو ته په خطاب کې ویلي، په فیصله کې دې د چا مراعت نه کوي او د ټولو ادارو سره دې همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.