کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په اذربایجان کې د ازبیکستان له ولسمشر سره کتلي او دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او برېښنا باندې خبرې وکړې.
ملا برادر ویلي: «دا مهال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده، چې د پخوا په نسبت۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.»
هغه له ازبیکستاني لوري غوښتي چې د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځتهکړي.
ده ویلي، اړتیا ده چې دواړه ګاونډي هېوادونه داقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمهییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یوځای کار وکړي.
د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي او ازبیکستان په نړیوالو سټیجونو د افغانستان رښتيني واقعیتونه بیان کړي او کوښښ کوي چې دا واقعیتونه تر نړیوالو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو پورې ورسوي.
میرضیایف زیاته کړه، هېواد یې په افغانستان کې د مزارشریف – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژه، د نساجي فابریکو جوړولو، د سیمنټو تولید، د تیلو د تصفیې کارخونو، د مالګې کانونو استخراج او پروسس، الکترونیکي حکومتولۍ او نورو سکټورونو کې د پانګونې ته چمتووالی لري.
هغه ویلي، چمتو دي چې د افغانستان له لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژې د چارو په ژر بشپړېدو سره افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا اندازه هم زیاته کړي.
ده ویلي، ازبیک لوري ته به ځانګړی هدایت وکړي څو د ازبیکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو په ځانګړي ډول کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي انتقالاتو، افغانانو ته د ویزو ورکړې او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترمذ نړیوال سوداګریزمرکز کې د افغاني توکو د پلور لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دغه مرکز پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
اقتصادي معاونیت لیکلي، همدا راز دواړو لورو تر کار لاندې مواردو کې د عملي کار د پیل لپاره یې د ځانګړو چینلونو پر ایجاد او تقویې موافقه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP