Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د یوه سپورټي کمپلېکس جوړولو چارې پیل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست وايي چې په خوست ولايت کې د سيمې په کچه د يوه سپورټي کمپلېکس جوړولو چارې پیل شوې چې څلور میلیونه امریکايي ډالر لګښت به ولري.

دغه سپورټي کمپلېکس د خوست ښار په سوېلي برخه کې پر لس جریب ځمکه د نجيب تلاش په نوم يوه خيريه بنسټ له خوا د شاوخوا څلور ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رييس احمدالله وثيق د دغه کمپلېکس د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل، د دې پروژې چارې به – چې په نړۍوالو معیارونو به برابره وي – د ۱۴ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، دا مهال دوی د ورزش په بېلابېلو څانګو کې سلګونه زره لوبغاړي لري چې په تېرو څلورو کلونو کې د اسانتياوو برابرولو په موخه ورته ګڼې لويې او وړې پروژې پلې شوې او ځينې لا هم تر کار لاندې دي.

د نوموړي په خبره: «د ورزش برخه کې د هېواد اکثريت ځوانان مصروف دي، په دې برخه کې د بدني روزني عمومي رياست کوشش کړی چې ځوانانو ته سالم مصروفيت پيدا کړي، د نشه‌يي موادو له استعمال او هغوی بهر ته له تلو راوګرځوي.»

د احمدالله وثيق په وينا، دغه سپورټي کمپلېکس کې به د فوټبال او واليبال معياري لوبغالو ترڅنګ د ځینو نورو ورزشي برخو لپاره جمنازيوم، اداري تعمير او نور ولري.

دغه راز، د خوست يو شمېر اوسېدونکي او د ورزش برخې فعالان د ياد کمپلېکس جوړېدل د ورزش د پرمختګ برخه مهم ګام بولي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي رحمت‌الله مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سره به د لوبغاړو ګڼې ستونزې هوارې او ترڅنګ به يې ځوانو لوبغاړو ته په بېلابېلو برخو کې د وړتياوو څرګندولو زمينه هم برابره شي.

هغه زیاته کړه: «خوست‌مېشتې ولسونه او لوبغاړي له پخوا په دې ارمان کې وو چې د لوبو مخکې وړلو لپاره يو کمپلېکس ولري چې نن الحمدالله د لوبو د ستر کمپلېکس جوړولو کار پيل شو.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي لايق خان وويل: «تر اوسه دلته پټ لوبغالي نشته خو په دغه کمپلېکس کې په نظر کې نيول شوي، په دې کې مصنوعي ميدان هم شته او نورې اسانتياوې لري چې زموږ لپاره ښه زېری دی.»

د خوست د بدني روزنې امريت د مسوولينو په وينا، دا مهال له دوی سره شاوخوا پنځوس زره لوبغاړي ثبت او راجستر دي او هڅه يې دا ده چې هغوی ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.