کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د قزاقستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخېدو خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدنه د اذربایجان په خنکندي ښار کې ترسره شوې.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو په موخه مفصلې خبرې وکړې.
اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر قزاقستان د افغانستان لپاره یو مهم او د باور وړ سیمهییز شریک وباله، او د افغانستان لپاره د قزاقستان لهخوا د ځانګړي استازي ټاکل یې یو مثبت ګام وباله.
نوموړي ویلي، افغانستان کولای شي قزاقستان د منځني ختیځ او جنوبي آسیا سره ونښلوي، او دا هېواد باید د پانګونې، سوداګرۍ، رېل پټلۍ او ترانزیټي فرصتونو څخه اغېزمنه استفاده وکړي.
ملا برادر اخوند، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره، د کرنیزو توکو د حفظ الصحې او قرنطین موافقهنامه، د افغانانو لپاره د ویزې ورکړې آسانتیاوې، او په قزاقستان کې د افغاني بانکونو لپاره د حسابونو پرانیستلو یادونه کړې ده. نوموړي د افغان بانکونو د چمتووالي ډاډ هم ورکړی.
همداراز، هغه ویلي، چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د یو عملیاتي شرکت پر جوړولو کار پیل کړی، چې ژر به قزاقستان ته وروپېژندل شي. د ترانسپورټ او نړیوالو ترانزیټي همکاریو په اړه د موافقهنامې مسوده هم ترتیب شوې ده. همدارنګه، له ایران، قزاقستان او ترکمنستان سره د صنعتي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو موافقهنامه هم چمتو شوې، چې پکې د قزاقستان رول مهم بلل شوی دی.
د قزاقستان لومړي وزیر هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د لا پراخېدو په موخه به د دوی د بهرنیو چارو وزیر ډېر ژر کابل ته سفر وکړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د تورغونډۍ – هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه کې به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
ده همداراز له افغانستان څخه د مېوو وارداتو زیاتولو ته لیوالتیا وښوده او ویېویل چې د افغانستان صادراتو ته به د قزاقستان له لارې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
لومړي وزیر زیاته کړه، قزاقستان د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی چې له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري او دوی د دغو اړیکو د لا پراخوالي لپاره ژمن دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP