Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د قره‌باغ او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غزني د امنیې قوماندانۍ له‌خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړۍ پېښه نن مازدیګر ناوخته، د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د سپین‌بند په سیمه کې د یو باروړونکي او مسافروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی دی.

سرچینه زیاتوي، دویمه پېښه هم د کابل ـ کندهار پر لویه لار، د اندړو ولسوالۍ اړوند د ملانوح بابا سیمې ته څېرمه، د یو ۳۰۳ بس او ویټز موټر د ټکر له امله شوې، چې په نتیجه کې یې درې کسان، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښو سیمو ته رسېدلي، او ټپیان یې لومړی د غزني حوزوي روغتون ته او له هغه وروسته د درملنې لپاره کابل ته انتقال کړي دي.

دواړو پېښو ته د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چټک‌رفتار سبب بلل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.