Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې وروستیو وچکالیو کرنه او د بزګرانو اقتصاد زیانمن کړي

فېروزکوه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د اقلیمي بدلون او پرله‌پسې وچکالیو له امله د غور ولایت په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې وچې او حاصلات یې زیانمن شوي او ډېری کروندګر له سختو اقتصادۍ ستونزو سره مخ دي.

د کرنې او چاپیریال ساتنې برخو کارپوهانو او بزګران دغه وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د کرنې بیرته احیا کولو لپاره باید د اوبه کولو عصري سیسټم او تګلارې ترویج شي.

کروندګر: وچکالۍ زموږ د محصولاتو ډېره برخه له‌منځه وړې ده

د دولینې ولسوالۍ له شګلنو غونډیو تاوده او سوځوونکي بادونه راځي او د وچې ځمکې پر درزونو تېریږي چې نور د شنو نباتاتو یا ژوند کومه نښه له خان سره نه‌لري. ۴۲ کلن عبدالقاسم چې په لمر سوځېدلي مخ او ستړې څېره خپله کرونده کې ولاړ دی؛ هغه ځمکه چې یو وخت زرغونه او حاصل‌خېزه وه.

هغه وايي چې سږ کال یې څه باندې ۲۰۰ منه غنم، وربشې او نخود کرلي، خو د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله یې ټولې للمي کروندې له ‌منځه تللې دي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال مو ډېر تاوان وکړ؛ ځکه پر ډېره للمه ځمکه مو غنم، وربشې او نخود وکرل، خو هیڅ باران ونه‌شو او ځمکې مو وچې پاتې شوې، غنم هم لږ لوی شوي وو، د ګرمۍ له امله وسوځېدل او ځمکې مو بې‌حاصله شوې.»

کرنه د عبدالقاسم لپاره یوازې یو کار نه دی، بلکې له همدې لارې یې خپلې کورنۍ اړتیاوې هم پوره کولې، خو کله چې اقلیمي بدلونونو او د ورښت نه ورېدو د دوی ځمکې په وچه بدلې کړې او د خپلو محصولاتو راټولو ته هم کومه هیله نه لري، نو معلومه نه دخه چې خپل کورني لګښتونه له کومې لارې پوره کړي.

هغه وايي: «زموږ للمو ځمکو تل د باران له برکته حاصل ورکاوه، خو اوس ان هغه هم نشته، نه باران شته، نه د ځمکو اوبه کولو لپاره اوبه… څه ډول حاصل تر لاسه کړو، خپل ژوند ته حیران یو.»

هغه له اسلامي امارت او د کرنې په برخه کې له فعالو موسسو غواړي چې له بزګرانو ملاتړ او د اوبو سرچینو او عصري کرنیزو امکاناتو ته د دوی د لاسرسي زمینه برابره کړي څو وکولای شي راتلونکي کې ورته اوښتي زیانونه جبران کړي.

خو دا یوازې عبدالقاسم نه دی چې وچکالۍ زیان ورته اړولی، بلکې د دغه ولایت ډېری نور بزګران هم له پرله‌پسې وچکالیو شکایت کوي او خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

د دولت‌یار ولسوالۍ له وچو او خاموشو دښتو د ګرمې خاورې او سوځېدونکي لمر بوی ځي، ۳۸ کلن بزګر روض‌الدین په ستړو قدمونو د خپلې وچې شوې ځمکې پر لور روان دی؛ پر کلکه خاوره د هر ګام اخیستل یې هغو هیلو ته یو ګوزار دی چې سږ کال له دې ځمکې درلودې.

هغه وړاندې دښتو ته په کتلو فکر وړی و، هغه ځمکې چې څو کاله مخکې به د سهار پسرلنیو بادونو پکې غنم یوې او بلې خوا ته اړول، ښه حاصلات به ترې راټولېدل، خو سږ کال د دغو منظرو هیڅ څرک نشته.

هغه وايي: «ما سږکال ۱۵۰ منه غنم وکرل، د تراکتور پیسې مې ورکړې، بذري غنم مې واخیست، خو باران نه و او کرلی کښت مې راپورته نه شو، حیران یو چې څه وکړو.»

هغه هم له سرپرست حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

کارپوهان: غور کې اقلیمی بدلونونه طبیعت، کرنې او اقتصاد ته ګواښ

غور کې د کرنیزو چارو کارپوه عبدالظاهر توانا وايي چې په دې وروستیو کلونو کې د ورښتونو کچه ټيټه شوې او د دغه وضعیت دوام پر چاپېریال، کرنیزو محصولاتو او د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړ دی.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو پر کرنه او دغه‌راز پر چاپېریال ساتنه ناوړه اغېزې کړی، زموږ د بزګرانو ټول للمي کښتونه له منځه تللي، څرځایونه له منځه تللي، خلک له خپلو ځمکو هیڅ حاصل نه ترلاسه کوي، د وچکالۍ دوام په دغه ولایت کې د خلکو ژوند بدتر کړی دی.»

دغه راز توانا ټینګار کوي چې کروندګر کولای شي د کرنې له عصري او پر مختللو سیسټمونو په استفادې له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه وکړي او د خپلو کرنیزو تولیداتو کچې لوړولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «خپلو ټولو بزګرانو ته سپارښتنه کوم چې د خپلو محصولاتو د ودې لپاره د کرنې له پرمختللو سیسټمونو کار واخلي، هغه نباتات وکري چې په لږ وخت کې حاصل ورکوي او د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت ولري، داسې بندونه جوړ کړي چې د باران اوبه زېرمه کړي او غوره ده چې د خپلو کروندو د اوبه کولو لپاره له څاڅکي سیسټم څخه استفاده وکړي.»

هغه زیاته کړه: «سږ کال بارانونه ډېر غیرمنظم وو او د دې لامل شول چې د اوبو کچه ټیټه شي، ګرمي او له څرځایونو ډېره استفاده د دې لامل شوه چې نباتي احیا له منځه لاړه شي او خاروه له کاره ولویږي.»

د هغه په اند، د کرنې ریاست او دغه برخه کې فعال موسسې باید د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم په اړه د بزګرانو د روزنې لپاره ځینې پروګرامونه جوړ کړي.

په همدی حال کې، غور کې د چاپېریال ساتنې برخې یو کارپوه عبدالقدوس هدایت وايي چې د وچکالیو دوام نه یوازې د طبیعي سرچینو د له منځه تلو لامل شوی، بلکه د خاورې له کاره لوېدو او د کرنیزو ځمکو په حاصل کې د کمښت لامل هم  شوی او د کروندګرو راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه: «دغه راز د ژورو څاګانو کیندل هم د دې لامل شوي چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شي.»

هغه وویل چې اقلیمي بدلونونو یوازې پر کرنه او چاپېریال اغېز نه دی کړی، بلکي د ځايي خلکو اقتصاد یې هم کمزوری کړی دی.

په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه محمدنادر سروري وايي چې د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو کمولو لپاره د کرنیزو زېربناوو برخه کې پانګونې، د عصري کرنې ترویج او د بزګرانو تخنیکي او مالي ظرفیت لوړولو لپاره د یوه دقیق پروګرام جوړولو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: «کله چې کرنیز سیسټم فلج شي، له شک پرته چې په بازار کې قېمتونه لوړیږي، بازار خپل ارزښت له لاسه ورکوي، نو اړتیا ده چې اړوند بنسټونه دقیق پروګرام ولري او بزګرانو ته ښه امکانات برابر کړي څو وکولای شي له خپلو محصولاتو سانته وکړي او د اړتیا پر مهال یې وپلوري او د بازار په وده کې ونډه واخلي.»

د هغه په خبره، کرنې وزارت کولای شي له پرمختتلو کرنیزو سیسټمونو په استفاده د کرنې په وده او د بزګرانو د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې دولت باید د اوبو د څاڅکي سیسټم پر جوړولو سربېره، د طبیعي سرچینو او ځنګلونو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي څو د ځمکې له کاره لوېدو مخنیوی وشي او د چاپېریال ساتنې دوامداره پایښت ته زمینه برابره شي.

کرنې ریاست: له بزګرانو ملاتړ زموږ لومړیتوب دی

د غور ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ضیاءالحق جویا اقلیمي بدلونونه د اندېښنې وړ بولي او وايي، دغې ادارې له بزګرانو د ملاتړ او د کرنې د عصري سیسټمونو د رامنځته کولو لپاره اغېزناک اقدامات کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د بزګرانو ملاتړ او روزنه، د کرنې وده او د طبیعي سرچینو ساتنه د کرنې ریاست له لومړیتوبونو دي او له نېکه مرغه موږ په څو کلونو کې د کرنې وزارت او یو شمېر موسسو په همکارۍ وکولای شول چې د کرنې د پرختیا برخه کې بزګرانو ته ډېر روزنیز پروګرامونه وړاندې کړو او پلان لرو څو په راتلونکي کې هم له وچکالۍ سره مبارزه کې له بزګرانو لا زیات ملاتړ وکړو.»

دغه راز هغه ټینګار وکړ چې د څرځایونو، بوټو او نباتاتو بیا احیا ته په ځانګړې پاملرنې سره هڅه کېږي څو د ځمکې له کاره لوېدو مخنیوی وشي.

د هغه په باور، د دولتي او غیردولتي بنسټونو په همکارۍ او د خلکو په پراخ مشارکت سره کېدای شي کرنیز شرایط ښه او طبیعي سرچینې وساتل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.