Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د امریکا په ماساچويسټ ایالت کې د بوډاګانو په یوه پالن‌ځای کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي.

رویټرز اژانس د یاد هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، د یادې پېښې په پایله کې چې د امریکا ماساچوست ایالت بوسټون سیمې ته نږدې شوې، لږ تر لږه ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ماساچوست سیمې د اوروژنې ادارې ویاند جیک وارک ویلي چې شاوخوا ۷۰ کسانو د بوډاګانو په دې پالن‌ځي کې ژوند کاوه.

هغه زیاته کړې چې د اور مړ کولو لپاره شاوخوا ۵۰ اوروژونکي سیمې ته ورغلي وو.

نوموړي څرګنده کړې چې اوروژونکو د یاد پالن‌ځي ډېری اوسېدونکي ژغورلي، څو کسانو د پېښې په ځای کې ژوند له لاسه ورکړی او ډېری نور روغتون ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د یوه ټپي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

چارواکو ویلي، د یادې پېښې د لامل څېړلو په حال کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.