Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي او ګرانډي د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره لیدلي او دواړو لورو له ایران او پاکستانه په جبري توګه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو او له هغوی سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عمومي رئيس، فيليپو ګرانډي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو هېواد ته د ايران او پاکستان له خوا د جبري راستنېدونکو افغانانو پر ستونزو او له هغوی سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

متقي ویلي، د جبري را اېستل کيدونکو کډوالو ته په کوربه هيوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفيې او د خپلو املاکو د خرڅلاو يا انتقال له پاره باید فُرصت ورکړل شي او په دې ګرمه هوا کې زیاتو سهولتونو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي چې حکومت په خپل ټول وس د خپلو خلکو لاسنيوی کوي خو د خلکو ستونزې ډېرې زياتې دي او د نړۍوالو ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي.

فيلپو ګرانډي ویلي چې دوی به د را اېستل کيدونکو مهاجرينو وضعيت له نږدې وګوري او له هغوی سره به په خپل ټول توان مرسته وکړي.

نوموړي ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تېرو څو لسيزو کې له افغان کډوالو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سرچینې لیکلي چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرسته په دې لیدنه کې ګرانډي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.