Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سنوکر نړۍوالې سیالۍ؛ صالح‌محمد محمدي خپل چیني سیال ته لوبه وبایله

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالح‌محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو په لړ کې د خپل چیني سیال پر وړاندې ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شو.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هېواد د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح‌محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږو بالونو د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو سیالۍ کې د چیني سیال چن کوین پر وړاندې د ۴ – ۱ نومرو په توپیر ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شو.

سرچینې ویلي، محمدي د یادو سیالیو د ماسټرانو برخه کې عماني او بحریني سیالانو ته ماته ورکړه، خو د متحده عربي اماراتو له سیاله یې ماته وخوړه او دغه راز د شپږو بالونو برخه کې یې کویټي، بحریني او سکاټلنډي سیالانو ته ماته ورکړه او د چیني سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه.

همدارنګه  دغه سیالۍ د ماسټرانو او شپږو بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي.

دغه راز، د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د جولای په ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربه‌توب په مانامه ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.