غزنيښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل ملي لوبډلې په ګډون د درېیو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د والیبال فدراسیون له خوا د دغه امریت په همغږۍ د یوې ورځې لپاره د ګیلان ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، په دې سیالیو د کابل والیبال ملي لوبډلې، د جاغوري «ستوري کلپ» او د ګیلان ولسوالۍ منتخبې لوبډلې برخه اخیستې وه.
هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کابل ملي لوبډلې د جاغوري لوبډلې ته ۳ پر یو ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې چې د جاغوري ستوري او د ګیلان منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، جاغوري لوبډلې دوه پر صفر بریا خپله کړه.
بلال مجاهد زیاته کړه چې دغه دوستانه سیالۍ د والیبال ورزش د ترویج، د ځوانانو هڅونې، د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا، د ټولنیزو زیانونو مخنیوي او سیمهییزو استعدادونو ته د ودې زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې.
ورته مهال، د دې سیالیو ګډونوال خوښ دي چې په دغه ولایت کې د والیبال دغه ډول سیالۍ جوړېېږي.
د جاغوري د والیبال یوه لوبغاړي سیدعلي پژواک ته وویل، خوښ دی چې د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ګیلان ولسوالۍ په کوربهتوب د درېیو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.
نوموړي د بدني روزنې او ورزش له امریته وغوښتل چې ورته سیالۍ دې نورې هم جوړې کړي او لوبغاړو ته دې په اړوند برخه کې اسنانتیاوې رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP