Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د سوېل‌ختیځ زون د پنځو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو د ۱۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ یو ورځنۍ رزمي سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د لوګر ولایت په کوربه‌توب د المپیک ملي کمېټې له لوري جوړې شوې وې.

هغه دغه راز زیاته کړه چې یادې سیالۍ د سوېل‌ختیځ زون په کچه د ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ، د هغوی د ظرفیت لوړولو او د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه ترسره شوې.

د نعیم‌زي په خبره، د المپیک ملي کمېټه هڅه کوي چې د سوېل‌ختیځ زون په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول سیالۍ جوړې کړي.

بلخوا، د یادو سیالیو یوه ګډونوال لطف‌الله پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي د ولایتونو او زونونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ اړیکې پیاوړې او ظرفیت لوړ کړي.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې د المپيک ملي کمېټه د سوېل‌ختیځ زون ورزشکارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ډالۍ او ستاينلیکنونه هم ورکړل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.