Language

سمنګان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

اېبک (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د سمنګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.

د سمنګان د امنیتي قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وایي، نن (شنبه) د دغه ولایت د مرکز ايبک ښار په اقم‌زار کلي کې ترافیکي پېښه شوې ده.

د هغه په وینا، دغه پېښه د یوه فیلډر ټکسي موټر او موټرسايکل د ټکر له امله شوې ده.

رحماني زیاته کړه، په یاده پېښه کې یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.

چارواکو د پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.