میدانښار (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۴): د میدانوردګو ولایت سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله د ښوونځي یوه زدهکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه مهال د چک ولسوالۍ اړوند د کوز خوات لوړ کلي کې شوې ده.
سرچينې لیکلي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ښوونځي زدهکوونکو پر یاده مرمۍ لوبې کولې او پرې چاودېدلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاده پېښه کې یوه ۱۵ کلن زدهکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور چې له ۱۲ تر ۱۶ کلونو عمرونه لري، ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP