Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

کابل ( پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې په خپله دویمه شل اوریزه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نننې لوبه چې د شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه ترسره کړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې وکړې.
په یاده لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۳، صدیق الله اتل ۵۴، کریم جنت ۲۳ او عظمت الله عمرزي ۲۰ منډې وکړې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او د ۳۸ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
په دغه لوبه کې راشد خان او شرف الدین اشرف درې – درې، فضل الحق فاروقي او محمد نبي د متحده عربي اماراتو یو یو لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به په درې اړخیزه سیالیو کې خپله درېیمه لوبه سبا د پاکستان سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.