Language

دوو افغان لوبغاړو په ازادو سیالیو کې خپلو بهرنيو سیالانو ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د ازادو سیالیو دوو افغان ورزشکارانو فرید بشارت او عبدالکریم بدخشی خپلو امریکايي او فرانسوي سیالانو ته ماته ورکړه.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت نن په «یواېف‌سي» سازمان کې له خپل امریکایي سیال کریس ګویټیرز سره میدان ته کښته شو او د امتیازونو په توپیر یې نوموړی ته ماته ورکړه او په دې سره یې ۱۴مه بریا خپله کړه.

فرید بشارت له دې مخکې ۱۳ لوبې کړې او ټولې یې ګټلې دي.

د فرید بشارت ورور جاوېد بشارت چې نوموړی هم د ازادو سیالیو لوبغاړی دی، پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «الحمدالله، بریا مو مبارک شه!»

دغه‌راز، د ازادو سیالیو بل افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشی بیا خپل فرانسوي سیال جیوواني فرنانډز ته ماته ورکړه.

د عبدالکریم بدخشي ورور عبدالعظیم بدخشي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د عبدالکریم بدخشي بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.

دغه راز، د بدخشي او د هغه د سیال ترمنځ سیالي د فرانسې په کوگناک ښار کې په KOC 18 سازمان کې ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.