Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله بنګله‌دېش ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه بنګله‌دېش ته ولاړه.

د افغانستان د والیبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون د اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار بنګله‌دېش ته ولاړه.

بلخوا، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په کابل کې دونیمې میاشتنی تمریني کمپ چې دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه نیول شوی و، پرون پای ته ورسېد.

سرچینې لیکلي چې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالۍ د بنګله‌دېش په کوربه‌توب د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې پورې به دوام ولري.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا د نهو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۲مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.