غزنيښار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د غزني د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د ۲۱۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي توکو او تجهیزاتو مرسته وشوه.
د غزني ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر رسول خان نظري نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې د روغتیا نړۍوال سازمان د حوزوي روغتون د لابراتوار له څانګې سره د ۲۱۸ زره امریکایي ډالرو به ارزښت د نویو او عصري طبي وسایلو چې د کلچر اړوند ټول معاینات به پرې ترسره کېږي، مرسته وکړه.
هغه وویل، تر دې مخکې په غزني کې د کلچر معاینې لپاره دا ډول پرمختللې ماشینونه نه وو څو په چټکه توګه ناروغي تشخیص او د میکروبي ناروغیو عامل میکروب او دغهراز اغېزناکې دواګانې ژر وپېژندل شي.
ده وویل، دا مهال دغه روغتون ته د ۸ ولایتونو ناروغان مراجعه کوي.
نوموړي وویل، ناروغان کولی شي چې د کلچر اړوند ناروغیو درملنه په دغه ولایت کې ترلاسه کړي او اړتیا نشته چې نورو هېوادونو یا ولایتونو ته سفر وکړي.
په دغه روغتون کې یوه متخصص ډاکتر محمدحنف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د غوره تشخیص لپاره د مایکروبیالوژي څانګه ډېره مهمه او خوښ دی چې اوسمهال دغه څانګه فعاله شوه.
نوموړي وویل، د مایکروبیالوژي دقیقي پایلي لپاره پرمختللو ماشینونو او تجربه لرونکي مایکروبیالوجستانو ته اړتیا ده.
د غزني یو قومي مشر حاجي خیال هم وایی، دا مرکز د غزني ولایت د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې د دوی روغتیایي ستونزو ته به ځواب ووايي او ناروغانو ته به په خپل ولایت کې د درملني زمینه برابره شي.
دا په داسي حال کې ده چې په حوزوي روغتون کې د هيموډاليز د درملنې درې پرمختللي ماشينونه هم فعال شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP