ژبه

په تېره تله میاشت کې د هېواد له ګمرکونو ۶۳ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې د روان کال په تېره تله میاشت کې یې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۶۳ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځولي دي.

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مسترد شوو نفتي توکو له ډلي ۳۷ ټانکره ډېزل او ۱۳ ټانکره پټرول د نیمروز له بندره، څلور ټانکره ډېزل او دوه ټانکره پټرول د حیرتان له بندره، دوه ټانکره ډېزل او دوه ټانکره پټرول د فراه او درې ټانکره پټرول د شېرخان له بندره بېرته ګرځول شوي دي.

مالیې وزارت لیکلي چې ‎ د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل سوو معتبرو معیارونو له مخي، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو د راواردولو زمینه برابروي او د بې‌کیفیته نفتي توکو له وارداتو په کلکه مخنیوی کوي.