Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال کندهار کې د املوکو حاصلات ۴۰۰ ټنه اټکل شوي

کندهار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د املوکو باغونه جوړ شوي چې سږ کال به ۴۰۰ ټنه حاصل ورکړي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، کندهار کې د املوک ونو ښه نتیجه ورکړې او دلته ښه حاصلات ورکوي.

هغه زیاته کړه: «کندهار کې املوک ښه نتیجه ورکړې ده او د کندهار له هوا سره يې ښه توافق کړی، اوس موږ کندهار کې پر ۶۰ هکتاره ځمکه د املوک باغونه لرو او لا نور هم د پراختیا په حال کې دي، سږ کال د اټکل له مخې له دې باغونو څخه ۴ سوه ټنه املوک تر لاسه کېږي.»

د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند وایي، د املوکو باغونه د کندهار په پنجوايي، ارغنداب، ژېړۍ او ځینو نورو ولسوالیو کې شته چې اوس یې حاصلات راټولېږي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د املوکو یو بڼوال عبدالولي وایي، څلور کاله وړاندې یې د املوکو ونې اېښي وې چې اوسمهال ښه حاصلات ترې تر لاسه کوي.

د هغه په وینا، د املوکو په بڼ کې یې هره ونه له دېرش تر څلوېښت کیلوګرامه پوري حاصل ورکوي چې دا د نورو مېوو په پرتله ډېر حاصل دی.

ده زیاته کړه: «موږ د املوک د درختو سره بلدتیا هم نه لرو چې څومره اوبه غواړي خو بیا هم دغه باغ مو ډېر حاصلات کړي دي، هره درخته ډېر بار لري؛ نو که چیري موږ خواري ورسره وکاږو او د روزنې په برخه کې یې زموږ سره همکاري وشي، لا ښه حاصلات به ولري.»

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یو بل د املوکو بڼوال سیداحمد هم وايي، په بڼ کې یې شاوخوا ۱۵۰ ونې دي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسي ښه حاصل ترې تر لاسه کوي.

د هغه په وینا، د املوکو ونې ډېرې اوبه غواړي نور خو بیا ښه حاصل هم ورکوي.

ده وویل: «موږ چې کله د املوک نیالګي ايښودل زړه نازړه وو چې دا به دلته حاصل وکړي که نه، خو درې کاله وروسته باغ پر حاصل راغلی او ډېره ښه نتیجه یې ورکړې؛ نو اوس غواړو نور نیالګي هم کېږدو.»

کندهار کې د املوکو پلورونکي وایي، مخکې له پاکستان څخه املوک راوړل کېدل چې بیه يې ډېره لوړه وه خو اوسمهال یو کیلوګرام د کندهار املوک په بازار کې له ۴۰ تر ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي او کیفیت یې هم تر نورو املوکو ښه دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.