کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي همکاريو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي له افغانستان سره د خوړو خوندیتوب او روغتیایي خدماتو برخو کې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د اسلامي همکاريو سازمان مرستیال طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د همغږۍ ډلې په هغې غونډه کې ګډون کړی چې د روان کال د اپرېل له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې په استانبول کې ترسره شوه.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بخیت په دې غونډه کې ټینګار کړی چې افغانستان په یو حساس پړاو کې دی؛ داسې پړاو چې د نړیوالې ټولنې دوامداره پاملرنې او د بشري کړاوونو د کمولو او د اقتصادي وضعیت د ټینګښت لپاره عاجلو او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په وینا، طارق علي بخیت همدارنګه د بشري مرستو پر دوام، په ځانګړي ډول د خوړو خوندیتوب او روغتیایي خدماتو په برخو کې ټینګار کړی او د بانکي چینلونو پر وړاندې د محدودیتونو د همغږي کېدونکي اسانتیا غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي د اسلامي همکاريو سازمان د بنسټونو او شریکانو رول، چې پکې د اسلامي پراختیا بانک، د خوړو خوندیتوب اسلامي سازمان او د ملک سلمان د مرستو او بشري امداد مرکز شامل دي، د لومړنیو رغنیزو پروګرامونو په ملاتړ کې مهم بللی دی.
هغه په پای کې د دې سازمان پر ژمنتیا ټینګار کړی چې له ټولو نړیوالو لورو سره به د رغنده خبرو اترو او نږدې همکارۍ لړۍ ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د ثبات د پیاوړتیا او د بیا رغونې لپاره زمینه برابره شي.