شبرغان (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): جوزجان کې امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هغه مور چې خپل درې ماشومان یې وژلي او ځان یې ټپي کړی و، له درملنې وروسته یې د دغه جرم په ترسره کولو اعتراف کړی دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د هغې د دوو ماشومو هلکانو او یوې ماشومې نجلۍ د وژلو عامل پخپله همدغه مور ده؛ ځکه چې هغه په رواني ستونزو اخته ده.
هغه زیاته کړه: «د دغو ماشومانو مور وروسته له درملنې څرګنده کړې چې دې خپله خپل دوه ماشومان لومړی په پړي زيندۍ کړي او وروسته یې د چاقو په وسیله وژلي او ماشومه نجلۍ یې ټپي کړې او ځان یې هم د ځانوژنې په موخه ټپي کړی دی.»
د هغې د معلوماتو له مخې، ټپي نجلۍ هم د بلخ په حوزوي روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی او مور یې له درملنې وروسته اوس د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان امنیې قوماندانۍ د روانې لېندۍ میاشتې په ۹مه ویلي وو چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په خماب ولسوالۍ کې دوه ماشوم هلکان وژلي او یوه نجلۍ او مور یې ټپيان کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP