Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«درونټه کې د غرښویېدنې خطر دی، مسافر دې د قرغیو ولسوالۍ د چارباغ لاره وکاروي»

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په درونټي سیمه کې یوه ډبره راښویېدلې او لا هم د غرښویېدنې ګواښ شته، نو ځکه دې موټرچلوونکي تر نن ماښامه د قرغیو ولسوالۍ د چارباغ لاره وکاروي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالی ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ډبره تېر ماښام له غره څخه راښویېدلې.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو سیمه لا هم د غرښویېدنې له لوړ خطر سره مخ ده.

یادې ادارې له ټولو هېوادوالو، مسافرو او موټرچلوونکو غوښتي چې تر نن ماښام پورې له دې لارې (قرغیو – درونتې – ډیم کاسې) څخه په بشپړه توګه ډډه وکړي او د بدیلې لارې په توګه د قرغیو ولسوالۍ د چارباغ پر لاره تګ‌راتګ وکړي.

سرچینې زیاته کړې، هغه کسان چې اړ وي له همدې لارې تېر شي، نو باید په ډېر احتیاط او د مسوولینو له اجازې وروسته تېر شي.

یادې ادارې لیکلي چې د دغه سیمې د څار، تخنیکي ارزونې، د احتمالي ګواښونو د مخنیوي او د لارې د خلاصون لپاره بیړني عملیات پیل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.