Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډونالد ټرمپ امریکا ته د شپږو نورو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلسطین او سوریې په ګډون شپږ نور هېوادونه په هغه نوملړ کې ور اضافه کړي چې امریکا ته یې د وګړو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ د سې‌شنبې په ورځ د یاد بندیز له پراخېدو خبر ورکړ؛ دغه اقدام په داسې وخت کې شوی چې د کډوالۍ پر وړاندې د حکومت سخت‌دریځې تګلارې نورې هم پیاوړې شوې دي.

سرچینې لیکلي چې د سفر د بندیز یاد فرمان پر شپږو نوو هېوادونو فلسطین، بورکینافاسو، مالي، نایجیریا، جنوبي سوډان او سوریه تطبیقېږي.

یاده پرېکړه څو اونۍ وروسته له هغه شوې چې ټرمپ په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو له پېښې وروسته اعلان وکړ چې له هغه څه څخه چې ده «د درېیمې نړۍ ټول هېوادونه» بللي، کډوالي «په دایمي ډول دروي.»

د ویلو ده، ټرمپ د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې هم یو فرمان لاسلیک کړی و چې له مخې یې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګېد او پر اوو نورو هېوادونو محدودیتونه ولګول شول، سپینې ماڼۍ ویلي چې د هغو ۱۲ هېوادونو لپاره د سفر بندیز لا هم پر خپل ځای دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.