Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ۱۶ کلونو راهیسې وزلوبه کول؛ پهلوان صبور او له هيواده بهر سیالیو کې یې د ګډون هیله 

کابل (پژواک،۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د بلخ اوسېدونکی ۳۹ کلن پهلوان صبور چې له ۱۶ کلونو راهیسې وزلوبه کوي وايي، دا لوبه په هېواد کې د پرمختګ په حال کې ده او د پخوا په پرتله دې برخه کې ستونزې کمې شوې دي. هغه چې د وزلوبې ترڅنګ بزګري هم کوي، هلیه لري له هېواده بهر سیالیو کې هم ګډون وکړي.

وزلوبه د افغانستان یوه پخوانۍ او دودیزه لوبه ده چې په ډله‌ییز ډول ترسره کېږي، په دې لوبه کې یوه بې سره وزه یا مړ خوسۍ په میدان کې وي او پهلوانان هڅه کوي چې هغه خپل کړي او په میدان کې ټاکلي ځای ته یې ورسوي.

د دې پخوانۍ ملي لوبې مینه‌وال او لوبغاړي ورځ تر بلې زیاتېږي. د دې لوبې د لوبغاړو‎ له ډلې یو هم ۳۹ کلن پهلوان صبور دی.

هغه د پژواک خبري آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: «کله چې ماشوم وم، د بزکشۍ لوبو ته به ورتلم او ډېره مینه مې ورسره لرله او هیله مې درلوده څو یوه ورځ د وزلوبې په میدان کې ولوبېږم، موږ اسونه هم درلودل او ۱۶ کاله کېږي چې دغه لوبه ترسره کوم.»

هغه زیاته کړه چې له اوو کلنو راهیسې په بلخ لوبډله کې لوبېږي او په رسمي لیګونو کې ګډون کوي.

نوموړی چې اوسمهال په بلخ لوبډله کې په کابل کې د افغانستان وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالیو کې لوبېږي وایي، په کومو لوبو کې چې لوبېږي، لګښت یې د لوبډلې مالک ورکوي.

هغه دغه‌راز وویل، په ورځ کې دوه وخته سهار او مازدیګر یو – یو ساعت تمرین کوي.

هغه وایي چې د وزلوبې په برخه کې تر پخوا ستونزې کمې شوې او دغه لوبه په هېواد کې د پرمختګ په حال کې ده.

نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې وزلوبې ته مخه کړي څو د افغانستان دغه ملي او دودیزه لوبه ژوندۍ وساتل شي.

نوموړي له مسوولینو هم غوښتنه وکړه چې یادې لوبې ته پاملرنه او له ورزشکارانو یې ملاتړ وکړي.

هغه وویل :«هیله مې دا ده چې له هېواد څخه بهر لوبو کې ګډون وکړم او له مسوولینو غواړم چې موږ ته له هېواده بهر د لوبو زمینه برابره کړي څو ډېرې تجربې ترلاسه کړو.»

دی وایي، په افغانستان کې د وزلوبې په برخه کې ډېر ښه ښه استعدادونه شته، که ملاتړ یې وشي کولی شي چې په راتلونکی کې له هېواده بهر سیالیو کې ګډون وکړي او د هېواد لپاره ویاړ ترلاسه کړي.

هغه وویل، د وزلوبې ترڅنګ په خپلو ځمکو کې دهقاني کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي.

همدارنګه، د بلخ لوبډلې لوبډلمشر پهلوان مصطفی وایي چې پهلوان صبور له تېرو شاوخوا اوو کلنو راهیسې د بلخ لوبډلې سره لوبېږي او ډېر تجربه کاره چاپنداز دی.

هغه وویل :«پهلوان صبور ډېر پیاوړې دی او د مقابلې لوبډلې لوبغاړي نه پرېږدي چې امتیاز ترلاسه کړي، د ده لوبېدل لوبډله کې مثبت رول لري؛ ځکه دا ډېر باتجربه دی او نورو لوبغاړو ته هم لارښوونه کوي څو ښه لوبه ترسره کړي.»

د افغانستان د وزلوبې، نیزه‌وهنې او محلي لوبو ملي فدراسیون رییس سرور جلال پژواک ته وویل، د وزلوبې د لیګونو ترسره کولو هدف دغه ورزش ته وده ورکول او په دې برخه کې د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو پیدا کول دي.

دی وایي، په یو شمېر ولایتونو کې د وزلوبې ټورنمنټونه ترسره کېږي خو دوی هڅه کوي چې د دې لوبې د پرمختګ لپاره په نورو ولایتونو کې ورته سیالۍ ترسره کړي.

نوموړی وایي، شاوخوا درې میاشتې وروسته په اوزبېکستان کې لوبې دي چې همدا اتلان به د هېواد په استازیتوب پکې ولوبېږي.

هغه د صبور پهلوان په ګډون د وزلوبې له ټولو ورزشکارانو د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دوی ته به له هېواده بهر سیالیو کې د لوبېدو زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، د افغانستان وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالۍ په کابل کې روانې دي چې له بېلابېلو ولایتونو څخه په کې ۱۱ لوبډلې برخه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.