Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اندونیزیا کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): اندونیزیايي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اي‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، دغه پېښه تېره شپه د اندونیزیا په جاوه ټاپو کې شوې ده.

په راپور کې راغلي، په دغه بس کې ۳۴ کسان سپاره وو چې پر سړک له موانع سره تر لګېدو وروسته چپه شوی دی.

د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې اژانس رییس بودیونو ویلي، یاد بس د دغه هېواد له پلازمېنې جاکارتا لرغوني سلطنتي یوګیاکارتا ښار ته روان و چې چپه شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.