ژبه

اندونیزیا کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): اندونیزیايي چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د اي‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، دغه پېښه تېره شپه د اندونیزیا په جاوه ټاپو کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">په راپور کې راغلي، په دغه بس کې ۳۴ کسان سپاره وو چې پر سړک له موانع سره تر لګېدو وروسته چپه شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې اژانس رییس بودیونو ویلي، یاد بس د دغه هېواد له پلازمېنې جاکارتا لرغوني سلطنتي یوګیاکارتا ښار ته روان و چې چپه شوی دی.</p>

ورته موضوع