کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د دغه سازمان د امنیت شورا به د روان کال د مارچ په نهمه د افغانستان په اړه غونډه ترسره کوي.
یوناما نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به دغهراز د مارچ په ۱۷مه د دې ادارې د ماموریت په اړه بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د دغو غونډو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP