کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي امیرخان متقي د قرغیزستان د بهرنیو چارو له وزیر ژینبېک کولوبایوف سره د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټیلېفوني خبرو کې د افغانستان او قرغیزستان د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړو عملي کېدو او د نوو همکاریو رامنځته کولو لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ.
خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندې ادارې د ګډو پروژو عملي کولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ملاتړ کوي.
سرچینې څرګنده کړې چې په دې خبرو کې د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ، منظم سیاسي تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغیزستان ټاکل مهمه لاستهراوړنه بللې او په دې برخه کې یې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د وزارت په خبره، دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د شته هوکړو د عملي کولو پر دوام ټینګار وکړ.